او چې مونږ دوى ته په ځمكه كې قدرت وركړو او چې فرعون او هامان او د دواړو لښكرو ته له دغو (بني اسرائیلو) نه هغه شى وښیو چې دوى به ترې وېرېدل القصص ۲۸:۶ ⧉
تفسیر:
او موږ غواړو چې هغوی ته په ځمکه کې واک ورکړو چې هغوی په ځمکه کې د واکمنۍ څښتنان وګرځوو، فرعون، د هغه لوی مرستيال هامان او په پاچايۍ کې د هغوی دواړو مرستنديه لښکرو ته هغه څه ور وښيو چې هغوی ترې وېريږي چې هغه د پاچايي له لاس نه وتل او له بني اسرائيلو څخه د نارينه پيداشوي بچي او بیا یې په لاس د هغه پاچايي پای ته رسېدل دي.