Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 5 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 5 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


وَنُرِيدُ أَنْ نَمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ 5
ترجمه:
او مونږ اراده وكړه چې په هغو كسانو احسان وكړو چې په ځمكه كې ډېر ضعیف كړى شوي دي او چې دوى امامان وګرځوو او چې مونږ دوى (د فرعون د ملك) وارثان وګرځوو القصص ۲۸:۵
تفسیر:
او موږ غواړو چې پر هغو بني اسرائيلو پېرزوينه وکړو کوم چې فرعون د مصر په ځمکه کې کمزوري کړي دي، د هغوی د دښمن په تباه کولو او له هغوی څخه د کمزورۍ په لېرې کولو سره، هغوی داسې امامان وګرځوو چې په حق کې يې پيروي کيږي او د فرعون له تباهۍ وروسته هغوی د شام د مبارکې ځمکې وارثان وګرځوو، لکه څنګه چې الله تعالی فرمايلي: او موږ هغه کمزوري کړل شوي کسان وارثان وګرځول د ځمکې په ختيځو او لوېديځو برخو کې، چېرې چې مو چې برکت اچولی وو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 4 راتلونکې القصص • آیت 6