Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 4 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 4 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ ۚ إِنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ 4
ترجمه:
بېشكه فرعون په ځمكه كې لويي راخيستې وه او د دې اوسېدونكې يې ډلې ډلې كړي وو، په دوى كې يې یوه ډله ډېره ضعیفه كوله، د دوى زامن به يې حلالول او د دوى ښځې به يې ژوندۍ پرېښودلې، بېشكه هغه له فساد كوونكو ځنې و القصص ۲۸:۴
تفسیر:
بېشکه فرعون د مصر په ځمکه کې سرغړونه وکړه، په هغې کې يې واک ترلاسه کړ، د هغې خلک يې په بېلو بېلو ډلو ووېشل، له هغوی به يې يوه ډله ترلاسه لاندې کړې وه چې هغوی بني اسرائيل وو، چې نارينه اولادونه به يې ور وژل او ښځينه به يې د خدمت لپاره ژوندۍ پرېښودلې ترڅو ښه خوار شي، بېشکه هغه په ظلم کولو، سرکښۍ او لويۍ کولو په ځمکه کې له ورانکارو څخه و.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 3 راتلونکې القصص • آیت 5