او كله چې هغه خپل زور (ځوانۍ) ته ورسېده، او ښه برابر شه، مونږ هغه ته حكم (نبوت) او پوهه وركړه او همداسې مونږ نېكي كوونكو ته بدله وركوو القصص ۲۸:۱۴ ⧉
تفسیر:
کله چې هغه د سختې ځوانۍ عمر ته ورسېد او د ځواک له اړخه غښتلی شو؛ نو موږ هغه ته له نبوت مخکې د بني اسرائيلو په دين کې پوهاوی او علم ورکړ، لکه څرنګه مو چې موسی ته د هغه د پيروۍ له کبله بدله ورکړې ده همدارنګه په هر وخت او هر ځای کې نېکانو ته بدله ورکوو.