او هغه (دې) ښار ته د هغه (ښار) د اوسېدونكو د غفلت (خوب) په وخت كې داخل شو، نو ده په هغه كې دوه سړي وموندل چې له یو بل سره په جنګ وو، دا یو د ده له ډلې (بنی اسرائیلو) نه و او دا بل د ده له دښمنانو ځنې و۔ نو، هغه كس چې د ده له ډلې څخه و، له ده نه يې مرسته وغوښته، د هغه كس په خلاف چې د ده له دښمنانو څخه و۔، نو موسٰى هغه په سوك وواهه، نو هغه يې قتل كړ، ده وویل: دا د شیطان له كاره څخه دى، بېشكه هغه ښكاره ګمراه كوونكى دښمن دى القصص ۲۸:۱۵ ⧉
تفسیر:
د خلکو په خپلو کورونو کې د آرام پر مهال موسی ښار ته ننوت؛ نو دوه کسان يې وموندل چې له يوبل سره جګړه کوي او يوبل سره وهي، يو د موسی عليه السلام له قوم بني اسرائيلو څخه و، بل د فرعون له قوم قبطي و چې د موسی دښمنان وو؛ نو د خپل قوم سړي يې ترې وغوښتل چې د قبطي دښمن پر خلاف د هغه مرسته وکړي؛ نو موسی قبطي په سوک وواهه، چې په همدغه سوک يې ووژلو ځکه ډېر پياوړی سوک و، موسی عليه السلام وويل: دا کار د شيطان له ښايسته کولو او د هغه له دوکه کولو څخه و، بېشکه شيطان د هغه چابې لاری کوونکی دوښمن دی چې څوک يې پيروي وکړي، دښمني يې څرګنده ده، له ما چې څه وشول دا د هغه د دښمنۍ له امله او له دې کبله چې هغه لارورکی کوونکی دی زما لار ورکي غواړي.