Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 16 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 16 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


قَالَ رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي فَغَفَرَ لَهُ ۚ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ 16
ترجمه:
ده وویل: اى زما ربه! بېشكه ما په خپل ځان ظلم كړى دى، نو ته ما ته بخښنه وكړې، نو هغه ورته بخښنه وكړه، بېشكه هغه، هم هغه ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى القصص ۲۸:۱۶
تفسیر:
موسی له خپل پالونکي په دعا غوښتلو په داسې حال کې چې څه له هغه ترسره شوي و اعتراف کوونکی و وويل: ای زما پالونکيه! ما پر خپل ځان ظلم کړی، د دغه قبطي په وژلو سره؛ نو ماته مې د ګناه بښنه وکړه؛ نو الله د موسی لپاره خپله بښنه موږ ته بيان کړه، بېشکه هغه دی بښونکی د هغه چا چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي او پر هغوی مهربان دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 15 راتلونکې القصص • آیت 17