Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 18 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 18 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


فَأَصْبَحَ فِي الْمَدِينَةِ خَائِفًا يَتَرَقَّبُ فَإِذَا الَّذِي اسْتَنْصَرَهُ بِالْأَمْسِ يَسْتَصْرِخُهُ ۚ قَالَ لَهُ مُوسَىٰ إِنَّكَ لَغَوِيٌّ مُبِينٌ 18
ترجمه:
نو سبا يې كړ په ښار كې، په داسې حال كې چې وېرېدونكى و، (او) انتظار يې كاوه، نو ناڅاپه هغه كس چې پرون يې له ده نه مدد غوښتى و، ده ته نارې وهي، موسٰى ده ته وویل: بېشكه ته خامخا ښكاره ګمراه يې القصص ۲۸:۱۸
تفسیر:
کله چې له موسی د قبطي وژنه ترسره شوه؛ نو سهار يې په ښار کې په وېره انتظار کولو چې څه به کيږي، هغه و چې هغه سړی چې پرون يې د قبطي دښمن پر خلاف مرسته او کمک ترې غوښتی و نن بيا د يو بل قبطي پر خلاف مرسته ترې غواړي، موسی هغه ته وويل: پرته له شکه ته يو بې لارې او څرګندې لار ورکۍ څښتن يې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 17 راتلونکې القصص • آیت 19