Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 19 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 19 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


فَلَمَّا أَنْ أَرَادَ أَنْ يَبْطِشَ بِالَّذِي هُوَ عَدُوٌّ لَهُمَا قَالَ يَا مُوسَىٰ أَتُرِيدُ أَنْ تَقْتُلَنِي كَمَا قَتَلْتَ نَفْسًا بِالْأَمْسِ ۖ إِنْ تُرِيدُ إِلَّا أَنْ تَكُونَ جَبَّارًا فِي الْأَرْضِ وَمَا تُرِيدُ أَنْ تَكُونَ مِنَ الْمُصْلِحِينَ 19
ترجمه:
نو كله چې ده اراده وكړه چې هغه كس ونیسي چې هغه د دوى دواړو دښمن دى، هغه وویل: اى موسٰى! ایا ته غواړې چې ما (هم) قتل كړې، لكه پرون چې دې یو نفس وژلى و، ته نه غواړې مګر دا چې په ځمكه كې زورور شې او ته نه غواړې چې ته له اصلاح كوونكو څخه شې القصص ۲۸:۱۹
تفسیر:
کله چې موسی عليه السلام وغوښتل چې هغه قبطي راونيسي چې د هغه او د اسرائيلي دښمن و، اسرائيلي دا ګومان وکړ، چې موسی د ده نيول غواړي ځکه چې ترې اورېدلي يې و (چې ويل يې ته خو څرګند بې لارې يې)؛ نو موسی ته يې وويل: آيا غواړې ما هم ووژنې لکه څرنګه دې چې پرون يو تن ووژلو، ته يوازې غواړې په زمکه زورواکی شې چې خلک وژنې او ظلم پرې کوې، ته نه غواړې چې د شخړه کوونکو ترمنځ له روغې کوونکو څخه شې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 18 راتلونکې القصص • آیت 20