Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 31 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 31 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


وَأَنْ أَلْقِ عَصَاكَ ۖ فَلَمَّا رَآهَا تَهْتَزُّ كَأَنَّهَا جَانٌّ وَلَّىٰ مُدْبِرًا وَلَمْ يُعَقِّبْ ۚ يَا مُوسَىٰ أَقْبِلْ وَلَا تَخَفْ ۖ إِنَّكَ مِنَ الْآمِنِينَ 31
ترجمه:
او داسې چې خپله امسا وغورځوه، نو كله چې يې هغه وليدله چې حركت كوي، ګویاكې نرى منګرى مار دى، (نو) مخ يې واړوه، په دې حال كې چې شاكوونكى (تښتېدونكى) و، او بېرته را ونه ګرځېده، اى موسٰى! مخ راواړوه او مه وېرېږه: بېشكه ته له امان موندونكو څخه يې القصص ۲۸:۳۱
تفسیر:
او دا چې امسا دې وغورځوه، موسی هغه وغورځوله د خپل پالونکي د امر په ځای کولو لپاره، کله يې چې وليده هغه حرکت کوي او داسې خوځيږي لکه يو تېز مار چې وي شا يې کړه او له هغې څخه د وېرې له امله په تېښته شو او له تېښتې يې را ونه ګرځېدی؛ نو پالونکي آواز ورته وکړ: اې موسی راوګرځه له هغې مه وېرېږه، بېشکه ته له هغې او نوروهغو شيانو څخه په امن کې يې چې خلک ترې وېريږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 30 راتلونکې القصص • آیت 32