Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 32 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 32 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


اسْلُكْ يَدَكَ فِي جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاءَ مِنْ غَيْرِ سُوءٍ وَاضْمُمْ إِلَيْكَ جَنَاحَكَ مِنَ الرَّهْبِ ۖ فَذَانِكَ بُرْهَانَانِ مِنْ رَبِّكَ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ 32
ترجمه:
ته خپل لاس په خپل ګرېوان كې ننباسه، را وبه وځي، په داسي حال كې چې بې له كوم عیبه به تك سپین وي او ته خپل څانګ خپل ځان ته راپېوست كړه، د وېرې له وجې نه، نو دغه دواړه ستا د رب له جانبه دلیلونه دي فرعون او د هغه سردارانو ته، بېشكه چې دوى فاسقان خلق دي القصص ۲۸:۳۲
تفسیر:
خپل لاس دې د غاړې لخوا ګریوان ته ننباسه نو پرته له پيس ناروغۍ به تک سپین را ووځي؛ نو موسی هغه ننه اېستلو چې د واورې غوندې سپين راووتلو، لاس دې ځان ته درنېږدې کړه ترڅو له وېرې په امن کې شې، موسی هغه ځانته نېږدې کړ؛ نو وېره ترې ولاړه، دغه دوه ياد شوي چې امسا او لاس وو، ستا د پالونکي لخوا فرعون او د هغه له قومه سردارانو ته دوه لېږل شوي دليلونه دي، بېشکه هغوی د کفر او ګناهونو په ترسره کولو سره د الله له پيروۍ وتلي خلک دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 31 راتلونکې القصص • آیت 33