Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 37 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 37 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


وَقَالَ مُوسَىٰ رَبِّي أَعْلَمُ بِمَنْ جَاءَ بِالْهُدَىٰ مِنْ عِنْدِهِ وَمَنْ تَكُونُ لَهُ عَاقِبَةُ الدَّارِ ۖ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ 37
ترجمه:
او موسٰى وویل: زما رب ښه عالم دى په هغه چا چې د هغه له جانبه په هدایت سره راغلى دى او په هغه چا چې د هغه لپاره به د اخرت ښه انجام وي، بېشكه شان دا دى چې ظالمان به برى نه مومي القصص ۲۸:۳۷
تفسیر:
موسی فرعون ته په وينا کولو وويل: زما پالونکی پر هغه چا پوهيږي چې په حقه وي د الله پاک لخوا له لارښوونې سره راغلی وي او پر دې هم پوهيږي چې په آخرت کې به ښه پايله د چا وي، بېشکه تېری کوونکي خپلې موخې ته نه شي رسېدلای او نه له خپلې وېرې خلاصېدلای شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 36 راتلونکې القصص • آیت 38