او فرعون وویل: اى سردارانو! زه تاسو لپاره له خپل ځان نه غیر بل هېڅ معبود نه پېژنم۔، نو اى هامانه! ته زما لپاره په خټې باندې اور بل كړه، پس زما لپاره یوه اوچته ماڼۍ جوړه كړه، كېدى شي چې زه د موسٰى معبود ته وخېژم او بېشكه زه دا له دروغجنانو ځنې ګڼم القصص ۲۸:۳۸ ⧉
تفسیر:
فرعون د خپل قوم سردارانو ته په وينا کولو وويل: ای درباريانو! بېشکه زه تاسو لره له ما پرته بل معبود نه پېژنم؛ نو ای هامانه! په خټه اور بل کړه چې سخته شي او بيا لوړه ماڼۍ راته جوړه کړه په دې هيله چې زه د موسی پالونکی ووينم او پرې خبر شم، بېشکه زه خو موسی په هغه څه کې درواغجن ګڼم چې دعوی يې کوي چې هغه د الله لخوا ما او زما قوم ته را لېږل شوی دی.