Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 39 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 39 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


وَاسْتَكْبَرَ هُوَ وَجُنُودُهُ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ إِلَيْنَا لَا يُرْجَعُونَ 39
ترجمه:
او ده او د ده لښكرو په ځمكه كې ناحقه (تكبر او) اولويي وكړه او دا يې وګڼله چې یقینًا دوى به مونږ ته نه راګرځول كېږي القصص ۲۸:۳۹
تفسیر:
د فرعون او د هغه د لښکرو لويي سخته شوه او پرته له کوم لامله يې د مصر په ځمکه کې له حقه لويي وکړه او له بېرته را ژوندي کېدو يې انکاروکړه، او دا ګومان يې وکړ چې د قيامت په ورځ به موږ ته د حساب او سزا لپاره نه را ګرځي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 38 راتلونکې القصص • آیت 40