سوره الفرقان (بیلونکی) (آیت 40)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




25 الفرقان(الفرقان)، آیت ۴۰

وَلَقَدْ أَتَوْا عَلَى الْقَرْيَةِ الَّتِي أُمْطِرَتْ مَطَرَ السَّوْءِ ۚ أَفَلَمْ يَكُونُوا يَرَوْنَهَا ۚ بَلْ كَانُوا لَا يَرْجُونَ نُشُورًا 40 ٤٠

او یقینًا یقینًا دوى په هغه كلي تېر شوي دي چې په هغه باندې د بدۍ باران ورول شوى و، ایا نو دوى هغه نه لیده؟ بلكې دوى د بیا ژوندي پورته كېدلو امېد نه لاره (۴۰)

تفسیر
او بېشکه ستا له قومه درواغ ګڼونکي خلک، شام ته په خپل تګ کې د لوط د قوم هغه کلي ته راغلل چې د هغوی د ناروا کړنې له امله د سزا په ډول د ډبرو باران پرې شوی و، تر څو پند ترې واخلي، آيا هغوی له دغه کلي څخه ړانده وو چې ويې نه ليدلو؟ نه داسې نه وه. بلکې هغوی د بيا راوژوندي کېدو هيله نه لرله چې له هغه وروسته به حساب ورسره کيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ