Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 57 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 57 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


وَقَالُوا إِنْ نَتَّبِعِ الْهُدَىٰ مَعَكَ نُتَخَطَّفْ مِنْ أَرْضِنَا ۚ أَوَلَمْ نُمَكِّنْ لَهُمْ حَرَمًا آمِنًا يُجْبَىٰ إِلَيْهِ ثَمَرَاتُ كُلِّ شَيْءٍ رِزْقًا مِنْ لَدُنَّا وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ 57
ترجمه:
او دوى وايي: كه مونږ له تا سره د هدایت پیروي وكړو (نو) له خپلې ځمكې نه به وتښتول (ووېستل) شو، ایا مونږ دوى ته د داسې حرم تمكین نه دى وركړى چې د امن والا دى، ده ته د هر شي مېوې راوړلى (او وركولى) شي ښه رزق وركول، زمونږ له خوا نه، او لېكن د دوى زیاتره نه پوهېږي القصص ۲۸:۵۷
تفسیر:
د مکې مشرکانو له اسلام اوايمان راوړلو څخه د عذر غوښتنې په توګه وويل: که چېرې مو د دغه اسلام پيروي وکړه چې تا راوړی دی؛ نو زموږ دښمنان به مو له خپلې ځمکې په تېزۍ و باسي، آيا دغه مشرکان مو په حرم کې نه وو ځای پرځای کړي چې په هغو کې وينه تويول او ظلم ناروا کړل شوي وو، د نورو له يرغل څخه پکې خوندي وو، زموږ له لوري هر ډول مېوې د روزۍ په توګه ورته راتلې چې موږ ورته را چلولې وې؟! خو ډېری د هغوی پر هغه نعمتونو نه پوهيږي چې الله پرې کړي وو تر څو د هغه شکر وباسي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 56 راتلونکې القصص • آیت 58