Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 58 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 58 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


وَكَمْ أَهْلَكْنَا مِنْ قَرْيَةٍ بَطِرَتْ مَعِيشَتَهَا ۖ فَتِلْكَ مَسَاكِنُهُمْ لَمْ تُسْكَنْ مِنْ بَعْدِهِمْ إِلَّا قَلِيلًا ۖ وَكُنَّا نَحْنُ الْوَارِثِينَ 58
ترجمه:
او مونږ څومره ډېر كلي هلاك كړي دي چې په خپل معيشت كې يې سركشي كړې وه، نو دغه د دوى كورونه دي چې له دوى نه پس په كې سكونت نه دى شوى مګر ډېر لږ او هم دا مونږ وارثان یو القصص ۲۸:۵۸
تفسیر:
او څومره داسې کلي دي چې د الله له نعمت يې نټه کړې او په ګناهونو او بدکارونو کې له بريده اوښتي دي، پر هغوی مو عذاب ورلېږلی او پرې تباه کړي مو دي، چې دغه ړنګ شوي يې هستوګنځي دي، خلک پرې تېريږي له اوسېدونکو وروسته يې يوازې لږ لاررويان پکې اوسېدلي دي او موږ هغه وارثان يو چې آسمانونه او ځمکې او څه چې په هغو کې دي مونږ یې وارثان کېږو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 57 راتلونکې القصص • آیت 59