Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 59 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 59 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


وَمَا كَانَ رَبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرَىٰ حَتَّىٰ يَبْعَثَ فِي أُمِّهَا رَسُولًا يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا ۚ وَمَا كُنَّا مُهْلِكِي الْقُرَىٰ إِلَّا وَأَهْلُهَا ظَالِمُونَ 59
ترجمه:
او ستا رب له سره د كلیو هلاكوونكى نه دى، تر هغه پورې چې د هغو (كلیو) په اصل (مركزي ښار) كې یو رسول ولېږي چې دوى ته زمونږ ایتونه لولي، اومونږ د كلیو هلاكوونكي نه یو مګر په داسې حال كې چې د هغو اوسېدونكي ظالمان وي القصص ۲۸:۵۹
تفسیر:
ای رسوله! ستا پالونکی تر هغه د کليو تباه کوونکی نه و، تر څو يې اوسېدونکو ته په لوی کلي کې د رسول په لېږلو د هغوی عذر نه وای پوره کړی لکه څنګه يې چې ته د کليو په مرکز کې ولېږلې چې هغه مکه ده، او نه موږ د کليو د اوسېدونکو تباه کوونکي وو په داسې حال کې چې هغوی پر حق ولاړ وای، موږ يوازې هغه مهال هغوی تباه کوو چې که چېرې هغوی د کفر او ګناهونو په تر سره کولو ظلم کوونکي وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 58 راتلونکې القصص • آیت 60