Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 60 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 60 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


وَمَا أُوتِيتُمْ مِنْ شَيْءٍ فَمَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَزِينَتُهَا ۚ وَمَا عِنْدَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ 60
ترجمه:
او تاسو ته چې څه شى هم دركړى شوى دى، نو د دنيايي ژوند فايده او د هغه زینت دى، او هغه څه چې له الله سره دي، ډېر غوره او ښه باقي پاتې كېدونكي دي، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ؟ القصص ۲۸:۶۰
تفسیر:
او څه چې مو پالونکي درکړي هغه څه دي چې لږ ګټه ترې اخلئ او د دنيا په ژوند کې ښکلا پرې کوئ او بيا ختميږي، او په آخرت کې چې له الله سره کوم لوی ثواب دی هغه غوره او زيات پاتې کېدونکی له هغه څه څخه چې په دنيا کې کومه توښه او د ښکلا توکي دي؛ نو آيا پر دغه نه پوهېږئ چې هغه څه ته لومړيتوب ورکړی چې پاتې کېدونکی دی پر هغه څه چې له منځه تلونکی دی؟!.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 59 راتلونکې القصص • آیت 61