Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 61 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 61 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


أَفَمَنْ وَعَدْنَاهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لَاقِيهِ كَمَنْ مَتَّعْنَاهُ مَتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ هُوَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنَ الْمُحْضَرِينَ 61
ترجمه:
ایا نو هغه څوك چې له هغه سره مونږ وعده كړې ده، ښه وعده، پس دى له هغې سره ملاقات كوونكى دى، د هغه چا په شان دى، چې مونږ هغه ته فايده وركړه د دنيايي ژوند فايده، بیا به هغه د قیامت په ورځ له حاضر كړى شویو څخه وي؟ القصص ۲۸:۶۱
تفسیر:
او چاته مو چې په آخرت کې د جنت او هلته په تلپاتې نعمتونو ژمنه ورکړې ده، نو هغه به هرومرو ور ګرځېدونکی وي، لکه څنګه مو چې هغه چاته داسې څه ورکړل چې د دنيا په ژوند کې له مال او ښکلا څخه پرې ګټه اخلي، بيا به د قيامت په ورځ اور ته له حاضر کړل شوو څخه وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 60 راتلونکې القصص • آیت 62