نو پاتې شو هغه كس چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو امېد دى چې دغه به له نجات موندونكو څخه وي القصص ۲۸:۶۷ ⧉
تفسیر:
نو چا چې له دغو مشرکانو له کفره يې توبه و اېستله او پر الله او د هغه پر رسولانو يې ايمان راوړ او نېک عمل يې وکړ؛ نو ښايي پر هغه څه له برياليو څخه وي چې غوښتل يې او له هغه څه خوندي وي چې ترې وېرېدل.