او ستا رب پیدا كوي هغه چې وغواړي او هغه انتخاب كوي، دوى ته هېڅ اختیار نشته، الله لره پاكي ده، او هغه اوچت دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شریكوي القصص ۲۸:۶۸ ⧉
تفسیر:
ای رسوله! ستا پالونکی هغه څه پيداکوي چې پيدا کول يې غواړي او چا ته چې غواړي د خپلې پيروۍ او نبوت لپاره يې غوره کوي، مشرکانو لره څه اختيار نشته تر څو پر الله نيوکه وکړي هغه پاک او سپېڅلی دی له هغو شريکانو چې له الله سره يې برخه والاجوړوي.