ته (دوى ته) ووایه: ما ته خبر راكړئ، كه چېرې الله پر تاسو باندې د قیامت د ورځې پورې همېشه ورځ كړي، نو له الله نه غیر بل څوك معبود دى چې تاسو ته هغه شپه راوړي چې تاسو په هغې كې ارام كوئ؟ ایا نو تاسو نه وینئ؟ القصص ۲۸:۷۲ ⧉
تفسیر:
ای رسوله! هغوی ته ووايه: خبر راکړئ که چېرې الله ورځ درباندې د تل لپاره د قيامت تر ورځې اوږده کړي؛ نو له الله پرته بل کوم معبود دی چې شپه درباندې راولي چې آرام پکې وکړئ او د ورځې د کار ستړيا څخه مو پکې په راحت شئ؟! نو آيا تاسې دغه دليلونه نه وينئ او نه پوهېږئ چې له الله پرته بل معبود نشته چې دغه ټول درته راولي؟!.