Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 73 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 73 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


وَمِنْ رَحْمَتِهِ جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ 73
ترجمه:
او خاص د خپل رحمت له وجې يې تاسو لپاره شپه او ورځ پیدا كړې ده، د دې لپاره چې تاسو په دغې (شپه) كې ارام وكړئ او د دې لپاره چې تاسو (په دغې ورځ كې) د هغه له فضله (څه) ولټوئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ القصص ۲۸:۷۳
تفسیر:
او هغه پاک ذات له خپلې لورېينې ای خلکو تاسوته شپه تياره ګرځولې ده، ترڅو آرام پکې وکړئ وروسته تردې چې د ورځې له کار څخه ستړي شوي وئ، او ورځ يې ستاسو لپاره رڼا ګرځولې ده تر څو پکې د روزۍ لټولو پسې هڅه وکړئ، کېدای شي پر تاسو د الله د نعمتونو شکر وباسئ او ناشکري يې ونه کړئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 72 راتلونکې القصص • آیت 74