Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 83 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 83 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا ۚ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ 83
ترجمه:
دغه د اخرت كور (جنت) دا مونږ د هغو كسانو لپاره مقرروو چې په ځمكه كې نه د لويي اراده لري او نه د فساد (وراني) كولو او ښه انجام د پرهېزګارانو لپاره دى القصص ۲۸:۸۳
تفسیر:
دغه د آخرت کور موږ د نعمتونو او درناوي کور ګرځوو د هغو کسانو لپاره چې په ځمکه کې پر حق له ايمان راوړلو او د هغه له پيروۍ څخه لويي کول نه غواړي او نه په هغې کې فساد غواړي، او ښه پايله چې هغه جنت او د هغه نعمتونه او په هغو کې د الله رضا ده دا ټول د هغو متقيانو لپاره دي چې د خپل پالونکي امرونه مني او له نواهيوو يې ځان ساتي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 82 راتلونکې القصص • آیت 84