Landscape MP4 Vertical MP4

سورت القصص — آیت 84 (پښتو) — ویډیو

القصص • آیت نمبر 84 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِنْهَا ۖ وَمَنْ جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَى الَّذِينَ عَمِلُوا السَّيِّئَاتِ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 84
ترجمه:
چا چې یوه نېكي راوړه، نو د هغه لپاره له هغې نه غوره (بدله) ده او چا چې یوه بدي راوړه، نو جزا نشي وركولى هغو كسانو ته چې بدۍ يې كړي دي، مګر هغه چې دوى به څه عمل كاوه القصص ۲۸:۸۴
تفسیر:
څوک چې د قيامت په ورځ د لمانځه، زکات، روژې او داسې نورو نېکيو سره راشي؛ نو هغه لره د دغې نېکي ښه بدله ده داسې چې نېکي به يې لس برابره شي، او څوک چې د قيامت په ورځ د کفر، سود خوړلو، زنا او داسې نورو بديو سره راشي؛ نو هغو کسانو ته چې بدکارونه يې کړي دي پرته له زيادته به يوازې د هغوی د بدو کارونو په اندازه سزا ورکړل شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ القصص • آیت 83 راتلونکې القصص • آیت 85