Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 10 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 10 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ فَإِذَا أُوذِيَ فِي اللَّهِ جَعَلَ فِتْنَةَ النَّاسِ كَعَذَابِ اللَّهِ وَلَئِنْ جَاءَ نَصْرٌ مِنْ رَبِّكَ لَيَقُولُنَّ إِنَّا كُنَّا مَعَكُمْ ۚ أَوَلَيْسَ اللَّهُ بِأَعْلَمَ بِمَا فِي صُدُورِ الْعَالَمِينَ 10
ترجمه:
او په خلقو كې ځینې هغه څوك دي چې وايي: مونږ په الله ایمان راوړى دى، نو كله چې ده ته په (لاره د) الله كې تكلیف (سختي) ورسولى شي (، نو) د خلقو (له اړخه) سختي (او فتنه) د الله له جانبه عذاب وګڼي او قسم دى خامخا كه ستا د رب له جانبه امداد راشي (، نو) خامخا ضرور به وايي چې بېشكه مونږ هم له تاسو سره وو۔، ایا الله ښه عالم نه دى په هغه (اخلاص او نفاق) چې د عالمونو (خلقو) په سینو كې دى العنكبوت ۲۹:۱۰
تفسیر:
او له خلکو ځينې وايي:موږ پر الله ايمان راوړی، خو کله يې چې کافران د ايمان له امله وځوروي؛ نو د هغوی ځورونه لکه د الله عذاب غوندې ګڼي او له کافرانو سره د يووالي په موخه له ايمانه اوړي او که ستا د پالونکي لخوا ستا مرسته وشي ای رسوله! - هغوی خامخا وايي ای مؤمنانو موږ خو په ايمان کې له تاسو سره وو- آيا الله پر هغه څه ښه پوه نه دی چې د خلکو په زړونو کې دي؟! او له هغه هيڅ هم له کفر او ايمانه پټ نه دي چې د هغوی په زړونو کې دي؛ نو هغوی څنګه الله پر هغه څه خبروي چې په زړونو کې يې دي سره له دې چې الله له هغوی هم ډېر ښه پوه دی چې د هغوی په زړونو کې دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 9 راتلونکې العنكبوت • آیت 11