او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، خامخا ضرور به مونږ دوى په (ډله د) صالحانو كې داخل كړو العنكبوت ۲۹:۹ ⧉
تفسیر:
او هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک عملونه يې کړي دي، د قيامت په ورځ به يې هرومرو په نېکانو کې شامل کړو او له هغوی سره يوځای به يې راپورته کړو اود هغوی په شان بدلې به ورکړو.