Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 8 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 8 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ حُسْنًا ۖ وَإِنْ جَاهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا ۚ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ 8
ترجمه:
اومونږ انسان ته د خپل مور و پلار په باره كې د نېكۍ كولو كلك حكم كړى دى، او كه دوى دواړه په تا ډېر كوښښ وكړي، د دې لپاره چې ته زما سره هغه شى شریك كړې چې تا ته د هغه هېڅ علم نشته، نو ته د دوى خبره مه منه، خاص ما ته ستاسو بېرته راتلل دي، نو زه به تاسو په هغو عملونو خبر كړم چې تاسو به كول العنكبوت ۲۹:۸
تفسیر:
او انسان ته مو سپارښتنه کړې چې له خپل مور او پلار دواړو سره نيکي او ښېګڼه وکړي، خو ای انسانه! که ستا مور اوپلار دې اړ باسي چې ته له ما سره داسې څه شريک کړې چې د هغه د شريکولو په اړه څه پوهه ونه لرې- لکه د سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه مور ته چې داسې څه پېښ شول - په دغه کې يې پيروي مه کوه، ځکه د خالق د سر غړونې پر وړاندې د مخلوق پيروي روا نده، د قيامت په ورځ يوازې ماته مو راګرځېدل دي، پر هغه څه به مو خبر کړم چې په دنيا کې مو کول او پر هغه به جزا درکړم.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 7 راتلونکې العنكبوت • آیت 9