Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 7 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 7 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَحْسَنَ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ 7
ترجمه:
او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، خامخا ضرور به مونږ له هغوى نه د هغوى ګناهونه ورژوو او خامخا ضرور به مونږ دوى ته د ترټولو غوره عملونو چې دوى به كول؛ بدله وركړو العنكبوت ۲۹:۷
تفسیر:
او هغه کسان چې ايمان يې راوړی او زموږ لخوا يې پر ازموينه صبر کړی او نېک اعمال يې کړي دي، هرومرو به يې ګناهونه له منځه يوسو د هغو نېکو اعمالو له امله چې ترسره کړي يې دي او په آخرت کې به د هغو اعمالو غوره بدله ورکړو چې په دنيا کې يې کړي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 6 راتلونکې العنكبوت • آیت 8