او هغه څوك چې جهاد كوي، نو یقینًا هم د خپل ځان لپاره جهاد كوي۔، بېشكه الله خامخا غني (ډېر بې پروا) دى، له عالمونو نه العنكبوت ۲۹:۶ ⧉
تفسیر:
او څوک چې له خپل نفس سره جهاد کوي چې د الله پيروۍ ته يې اړباسي او له ګناه يې لرې کوي، او د الله په لار کې جهاد کوي؛ نو هغه په حقيقت کې د ځان لپاره جهاد کوي، ځکه ګټه يې همدته ورګرځېدونکې ده، او الله له ټولو مخلوقاتو څخه بې پروا دی، د هغوی پيروي الله ته څه نه ورزياتوي او نه د هغوی سرغړونه له هغه څه کموي.