او كافران شویو كسانو هغو خلقو ته وویل چې ایمان يې راوړى دى: تاسو زمونږ د لارې متابعت وكړئ او لازم ده چې مونږ ستاسو ګناهونه اوچت كړو۔، حال دا چې دوى د هغوى له ګناهونو نه هېڅ شى (ګناه) نه دي پورته كوونكي، بېشكه دوى دروغجنان دي العنكبوت ۲۹:۱۲ ⧉
تفسیر:
او هغه کسان چې کفر يې کړی هغو کسانو ته به يې ويل چې يوازې پر الله يې ايمان راوړی: په دين او هغه څه کې زموږ پيروي وکړئ چې موږ پرې يو، موږ به ستاسو ګناهونه هم پر غاړه واخلو؛ نو يوازې موږ ته به سزا راکړل شي نه تاسوته، خو هغوی يې هيڅ هم له ګناهونو پر غاړه نه شي اخېستی او هغوی په دغه وينا کې يې درواغجن دي.