Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 13 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 13 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


وَلَيَحْمِلُنَّ أَثْقَالَهُمْ وَأَثْقَالًا مَعَ أَثْقَالِهِمْ ۖ وَلَيُسْأَلُنَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَمَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ 13
ترجمه:
او خامخا ضرور به دوى خپل بوجونه پورته كوي او له خپلو بوجونو سره نور بوجونه (هم) او د قیامت په ورځ به خامخا ضرور له دوى نه د هغو (دروغو) تپوس كولى شي چې دوى له ځانه جوړول العنكبوت ۲۹:۱۳
تفسیر:
او هرومرو به دغه مشرکان چې خپل باطل ته بلنه کوي خپل هغه ګناهونه پرغاړه واخلي چې ترسره کړي يې دي او د هغو کسانو ګناهونه به هم پر غاړه واخلي چې د هغوی د بلنې پيروي يې کړې ده پرته له دې چې د پيروانو له ګناهونو يې څه کم کړل شي، او د قيامت په ورځ به د هغو باطلوخبرو په اړه وپوښتل شي چې په دنيا کې يې جوړولې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 12 راتلونکې العنكبوت • آیت 14