Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 14 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 14 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ 14
ترجمه:
او یقینًا یقینًا مونږه نوح خپل قوم ته (رسول) لېږلى و، نو هغه په دوى كې پنځوس كاله كم زر كاله تېر كړل، بيا دوى طوفان ونيول، په داسې حال كې چې دوى ظالمان وو العنكبوت ۲۹:۱۴
تفسیر:
او پرته له شکه نوح مو د رسول په توګه خپل قوم ته يې ولېږلو، په هغوی کې يې نهه سوه پنځوس کاله وخت تېر کړ چې د الله يووالي ته يې رابلل، خو هغوی درواغجن وګڼلو او پر خپل کفر پاتې شول؛ نو هغوی طوفان ونيول په داسې حال کې چې هغوی پر الله د کفر او د رسولانو د درواغ ګڼلو له امله ظالمان وو؛ نو په ډوبېدو سره تباه شول.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 13 راتلونکې العنكبوت • آیت 15