او (یاده كړه قصه د) ابراهیم، كله چې هغه خپل قوم ته وویل: تاسو د الله عبادت كوئ او له هغه نه وېرېږئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه تاسو پوهېږئ العنكبوت ۲۹:۱۶ ⧉
تفسیر:
ای رسوله! در په ياد کړه د ابراهيم کيسه کله يې چې خپل قوم ته وويل: يوازې د الله عبادت وکړئ، د هغه له عذابه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، دغه څه چې امر درته پرې شوی ستاسو لپاره غوره دي که تاسو پوهېږئ.