یقینًا تاسو له الله نه غیر د بتانو عبادت كوئ او تاسو دروغ جوړوئ، بېشكه هغه (معبودان) چې تاسو يې له الله نه غیر عبادت كوئ، دوى تاسو لپاره د رزق مالكان نه دي، نو تاسو له الله سره رزق ولټوئ او د هغه عبادت كوئ او د هغه شكر وباسئ، تاسو به خاص هغه ته بېرته بیولى كېږئ العنكبوت ۲۹:۱۷ ⧉
تفسیر:
بېشکه ای مشرکانو تاسو چې د څه عبادت کوئ هغه داسې بوتان دي چې هيڅ ګټه او زيان نه شي رسولای، او له ځانه داسې درواغ جوړوئ چې ګومان کوئ چې هغه بوتان د عبادت وړ دي، بېشکه هغه څه چې له الله پرته يې تاسو عبادت کوئ ستاسو لپاره د روزۍ واک نه لري چې روزي درکړي؛ نو له الله روزي وغواړئ يوازې هغه روزي ورکوونکی دی او يوازې د هغه عبادت وکړئ او د هغه شکر وباسئ پر هغه روزۍ چې پرتاسو يې پېرزو کړې ده، او د قيامت په ورځ د حساب او جزا لپاره يوازې هغه ته ورګرځول کېږئ نه ستاسو بوتانو ته.