Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 18 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 18 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


وَإِنْ تُكَذِّبُوا فَقَدْ كَذَّبَ أُمَمٌ مِنْ قَبْلِكُمْ ۖ وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ 18
ترجمه:
او (اى كافرانو!) كه تاسو تكذیب كوئ، نو یقینًا له تاسو نه مخكې امتونو هم تكذیب كړى دى، او د رسول په غاړه يواځې ښكاره پېغام رسونه ده العنكبوت ۲۹:۱۸
تفسیر:
او ای مشرکانو که تاسو محمد صلی الله عليه وسلم په هغه څه کې درواغجن وګڼئ چې ورسره راغلی دی؛ نو پرته له شکه له تاسو مخکې امتونو لکه د نوح قوم، عادیانو او ثموديانو هم رسولان درواغجن ګڼلي دي او په رسول خو يوازې څرګنده رسونه ده، او د کوم څه په رسولو چې هغه ته امر شوی و هغه يې تاسو ته ورسول.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 17 راتلونکې العنكبوت • آیت 19