ایا دوى نه ویني چې الله څنګه اول كرت مخلوق پیدا كوي، بیا د هغو اعاده كوي، بېشكه دا (كار) الله ته ډېر اسان دى العنكبوت ۲۹:۱۹ ⧉
تفسیر:
آيا دغو مشرکانو نه دي ليدلي چې الله څنګه په پيل کې د مخلوق پيداکول کوي بيا يې له منځه تلو وروسته بېرته راګرځوي؟! بېشکه دغه پر الله ډېر آسانه دي او هغه ځواکمن دی هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای.