Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 20 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 20 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانْظُرُوا كَيْفَ بَدَأَ الْخَلْقَ ۚ ثُمَّ اللَّهُ يُنْشِئُ النَّشْأَةَ الْآخِرَةَ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 20
ترجمه:
ته ووایه: تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا وګورئ چې هغه (الله) د مخلوق ابتدا څنګه كړې ده، بیا به الله پیدا كړي، وروستني پیدا كول، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى العنكبوت ۲۹:۲۰
تفسیر:
ای رسوله! دغو د بېرته را ژوندي کېدو درواغ ګڼونکو ته ووايه: په ځمکه کې وګرځئ بيا فکر وکړئ چې الله څنګه د پيدايښت پيل کړی، بيا الله خلک د هغوی له مرګ وروسته د دويم ځل لپاره را ژوندي کوي د راپورته کېدو او حساب لپاره، بېشکه الله پر هر څه ځواکمن دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای؛ نو د خلکو د بېرته را پاڅولو څخه نه بې وسې کېږي لکه څنګه يې چې د لومړي ځل پيداکولو څخه نه و بې وسې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 19 راتلونکې العنكبوت • آیت 21