Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 24 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 24 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَنْ قَالُوا اقْتُلُوهُ أَوْ حَرِّقُوهُ فَأَنْجَاهُ اللَّهُ مِنَ النَّارِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ 24
ترجمه:
نو د هغه (ابراهیم) د قوم (بل) هېڅ جواب نه و مګر دا چې دوى وویل: تاسو دا ووژنئ یا دا وسوځوئ، نو الله ده ته له اور نه نجات وركړ، بېشكه په دې كې خامخا ډېرې نښې دي د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړی العنكبوت ۲۹:۲۴
تفسیر:
د ابراهيم د قوم ځواب هغه لره چې کله يې چې هغوی ته امر وکړ چې يوازې د الله عبادت وکړي او له هغه پرته د بتانو عبادت پرېږدي يوازې دا و چې ويل يې: د خپلو معبودانو د مرستې په موخه هغه ووژنئ يا يې په اور کې وغورځوئ؛ نو الله هغه له اوره وژغوره، بېشکه په اور کې د هغه له غورځولو وروسته د هغه ژغورنه د هغو خلکو لپاره پند دی چې ايمان راوړي، ځکه همغوی دي چې له عبرتونو ګټه اخلي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 23 راتلونکې العنكبوت • آیت 25