Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 25 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 25 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


وَقَالَ إِنَّمَا اتَّخَذْتُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَوْثَانًا مَوَدَّةَ بَيْنِكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ ثُمَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُ بَعْضُكُمْ بِبَعْضٍ وَيَلْعَنُ بَعْضُكُمْ بَعْضًا وَمَأْوَاكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ نَاصِرِينَ 25
ترجمه:
او ده وویل: یقینًا تاسو له الله نه غیر (دا) بتان يواځې د خپل مینځي دوستۍ لپاره نیولي دي، په دنيايي ژوند كې، بیا به د قیامت په ورځ ستاسو ځینې په ځینو نورو سره منكرېږي او ستاسو ځینې به په ځینو نورو لعنت وايي او ستاسو استوګنه اور دى او تاسو لپاره به هیڅوك مدد كوونكي نه وي العنكبوت ۲۹:۲۵
تفسیر:
ابراهيم عليه السلام خپل قوم ته وويل: تاسو بوتان په الوهیت سره نیولي عبادت یې کوئ،اوپه دې نږدې ژوند کې ستاسویودبل سره بیژندګلوي او مینه کول ددې په عبادت ولاړه ده، بيا به د قيامت په ورځ ستاسو ترمنځ دغه مينه له منځه ولاړه شي؛ نو د عذاب د ليدو پر مهال به مو ځينې له ځينو بېزاري کوي،اویوپه بل به بدوایي او ستاسو د ورتګ ځای چې ورګرځئ اور دی، او تاسو لره به مرستندويان نه وي چې د الله له عذابه مو وژغوري، نه به هغه بوتان ستاسو مرستندويان وي چې د الله پرته مو دهغې عبادت کړی او نه بل څوک.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 24 راتلونکې العنكبوت • آیت 26