Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 26 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 26 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


فَآمَنَ لَهُ لُوطٌ ۘ وَقَالَ إِنِّي مُهَاجِرٌ إِلَىٰ رَبِّي ۖ إِنَّهُ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ 26
ترجمه:
نو په ده باندې لوط ایمان راوړ او ده وویل: بېشكه زه خپل رب ته هجرت كوونكى یم، بېشكه هم هغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى العنكبوت ۲۹:۲۶
تفسیر:
نو لوط عليه السلام ورته خپل ایمان ښکاره کړ ، او ابراهيم عليه السلام وويل: بېشکه زه مې خپل پالونکي ته د شام مبارکې ځمکې لوري ته هجرت کوم، بېشکه هغه داسې برلاسی دی چې څوک نه شي پرې برلاسي کېدلای، او څوک چې د هغه لوري ته هجرت کوونکی وي نه خواريږي، په خپل تقدير او تدبير کې د حکمت څښتن دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 25 راتلونکې العنكبوت • آیت 27