Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 27 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 27 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِ النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ وَآتَيْنَاهُ أَجْرَهُ فِي الدُّنْيَا ۖ وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ 27
ترجمه:
او مونږ هغه ته اسحق او یعقوب وبخښل او مونږ د هغه په اولاده كې نبوت او كتاب كېښوده او مونږ هغه ته د هغه اجر په دنیا كې وركړ او بېشكه هغه په اخرت كې خامخا له صالحانو څخه دى العنكبوت ۲۹:۲۷
تفسیر:
او ابراهيم ته مو اسحاق او د هغه زوی يعقوب ورکړل، او په اولاد کې مو يې نبوت او د الله له لوري نازل شوي کتابونه ور په برخه کړل، او په دنيا کې مو پر حق د صبر کولو ثواب ورکړ چې اولاد مو يې نېک کړ او ستاينه مو ور په برخه کړه، او په آخرت کې به هغه ته د نېکانو بدله ورکول کيږي، او په دنيا کې چې څه ورکړل شوي د هغو له امله به په آخرت کې هغه څه ترې کم نه کړل شي چې کومه ښه بدله په آخرت کې ورته چمتو کړل شوې ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 26 راتلونکې العنكبوت • آیت 28