Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 31 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 31 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


وَلَمَّا جَاءَتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ بِالْبُشْرَىٰ قَالُوا إِنَّا مُهْلِكُو أَهْلِ هَٰذِهِ الْقَرْيَةِ ۖ إِنَّ أَهْلَهَا كَانُوا ظَالِمِينَ 31
ترجمه:
او كله چې زمونږ استازيو ابراهیم ته زېرى راوړ (بیا يې ورته وویل:) بېشكه مونږ د دې كلي اوسېدونكو لره هلاك كوونكي یو، بېشكه د دغه (كلي) اوسېدونكي ظالمان دي العنكبوت ۲۹:۳۱
تفسیر:
کله چې موږ هغه پرېښتې ابراهيم ته د اسحاق او له هغه وروسته د هغه د زوی يعقوب د زيري ورکولو لپاره ورولېږلې هغوی ورته ويلې: موږ د سدم نومي کلي د خلکو چې د لوط د قوم کلی دی تباه کوونکې يو، ځکه د هغه اوسېدونکي ظالمان وو چې ناوړه کارونه يې کول.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 30 راتلونکې العنكبوت • آیت 32