Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 32 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 32 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


قَالَ إِنَّ فِيهَا لُوطًا ۚ قَالُوا نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَنْ فِيهَا ۖ لَنُنَجِّيَنَّهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ 32
ترجمه:
ده وویل: بېشكه په دغه (كلي) كې خو لوط دى، هغوى وویل: مونږ په هغه چا ښه عالمان یو چې په دغه كې دي، مونږ به خامخا ضرور هغه ته او د هغه اهل ته نجات وركوو۔ د هغه له ښځې نه غیر، هغه په باقي پاتې كېدونكو كې ده العنكبوت ۲۹:۳۲
تفسیر:
ابراهيم عليه السلام پرېښتو ته وويل: په دغه کلي کې چې تاسو يې د خلکو د تباهۍ هوډ لرئ لوط هم دی او هغه له ظالمانو څخه نه دی، پرېښتو وويل: موږ ښه پوه يو چې څوک پکې دي، هرومرو به هغه او کورنۍ يې له هغې تباهۍ وژغورو چې د کلي پر خلکو راتلونکې ده خو پرته له مېرمنې يې چې هغه به له تباه کېدونکو پاتې کېدونکو څخه وي او ژر ده چې هغه به د کلي له خلکو سره يوځای تباه کړو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 31 راتلونکې العنكبوت • آیت 33