Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 33 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 33 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


وَلَمَّا أَنْ جَاءَتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالُوا لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ ۖ إِنَّا مُنَجُّوكَ وَأَهْلَكَ إِلَّا امْرَأَتَكَ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ 33
ترجمه:
او كله چې څنګه لوط ته زمونږ استازي راغلل (، نو) هغه د دوى په وجه غمګین شو او د دوى په وجه يې زړه ډېر تنګ شو او هغوى وویل: ته مه وېرېږه او مه غمګین كېږه، بېشكه مونږ تا لره او ستا اهل لره نجات وركوونكي یو، خو ستا له ښځې نه غیر، هغه په باقي پاتې كېدونكو كې ده العنكبوت ۲۹:۳۳
تفسیر:
کله چې هغه پرېښتې چې د لوط د قوم تباهۍ ته مو لېږلې وې لوط ته ورغلې هغه زړه تنکی شو او د خپل قوم د ناوړه کار څخه د وېرې له امله د هغوی راتګ خپه کړلو، هغه پرېښتې د سړيو په څېرو کې ورغلې او د هغه قوم له ښځو پرته نارينه وو ته د شهوت پوره کولو لپاره ورتلل او پرېښتو هغه ته وويل: ته مه خپه کېږه هيڅکله به دې قوم زيان درته ونه شي رسولای او مه پر هغه څه غمجن کېږه چې موږ د هغوی پر تباهۍ خبر کړې، بېشکه موږ له تباهۍ څخه ستا او ستا د کورنۍ ژغورونکي يو، پرته ستا له مېرمنې چې هغه به په تباه کېدونکو پاتې کېدونکو کې وي او ژر ده چې له هغوی سره يوځای به يې تباه کړو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 32 راتلونکې العنكبوت • آیت 34