بلكې دغه (قرآن) ښكاره ایتونه دي د هغو خلقو په سینو كې چې هغوى ته علم وركړى شوى دى۔ او زمونږ له ایتونو نه انكار نه كوي مګر ظالمان العنكبوت ۲۹:۴۹ ⧉
تفسیر:
بلکې دا پر تا نازل شوی قرآن څرګند آیاتونه دي د هغو مؤمنو خلکو په زړونو کې چې علم ورکړل شوی دی، او نه منکرېږي زمونږ له آیاتونوڅخه پرته له هغو ظالمانو چې په کفر او شرک سره یې پر ځان ظلم کړی.