Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 50 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 50 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


وَقَالُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ آيَاتٌ مِنْ رَبِّهِ ۖ قُلْ إِنَّمَا الْآيَاتُ عِنْدَ اللَّهِ وَإِنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُبِينٌ 50
ترجمه:
او دوى وايي: په ده باندې د خپل رب له جانبه نښې (معجزې) ولې نه نازلولى شي؟ ته (دوى ته) ووایه: بېشكه معجزې خو يواځې له الله سره دي، بېشكه زه خو بس ښكاره وېروونكى یم العنكبوت ۲۹:۵۰
تفسیر:
او مشرکانو وویل: ولې پر محمد د خپل رب لخوا داسې آیاتونه ندي نازل شوي لکه څرنګه چې له ده څخه په مخکنو پېغمبرانو نازل شوي وې، ووایه -ای پېغمبره- دغو وړاندیز کوونکو ته: آیاتونه خو د الله په لاس کې دي، نازلوي يې څرنګه یې چې خوښه شي، او د نازلولو واک یې زه نلرم، زه خو یوازې ستاسو وېرونکی یم د الله تعالی له عذاب څخه، ښکاره وېرونکی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 49 راتلونکې العنكبوت • آیت 51