ته (دوى ته) ووایه: زما په مینځ كې او ستا په مېنځ كې الله ښه كافي ګواه دى، هغه عالم دى په هر هغه شي چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او هغه كسان چې په باطل يې ایمان راوړى دى او په الله سره كافران شوي دي همدغه كسان تاوانیان دي العنكبوت ۲۹:۵۲ ⧉
تفسیر:
ووایه -ای پېغمبره- کافي دی الله تعالی په شاهدي ورکولو زما په ریښتنولۍ د هغه څه په اړه چې ما راوړی، او ستاسو په دروغجن ګڼلو، پوهېږي په هغه څه چې آسمانو او ځمکه کې دي، هېڅ ترې نه پټېږي په دې دواړو کې، او هغه کسان چې پر باطل باور لري چې د الله پرته د نورو عبادت کوي، او په الله کفر کوي چې د عبادت وړ دی، همدوی تاوانیان دي؛ ځکه چې کفر یې پر ایمان تبدیل کړی دی.