Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 53 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 53 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ ۚ وَلَوْلَا أَجَلٌ مُسَمًّى لَجَاءَهُمُ الْعَذَابُ وَلَيَأْتِيَنَّهُمْ بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ 53
ترجمه:
او دوى دعذاب په راتلو سره په تا تلوار كوي، او كه چېرې ټاكل شوي نېټه نه وى (نو) خامخا به په دوى عذاب راغلى و، او خامخا ضرور به دا په دوى ناڅاپه راځي، په دې حال كې چې دوى به شعور (خبر) نه لري العنكبوت ۲۹:۵۳
تفسیر:
ای پېغمبره! مشرکان پر تا د هغه عذاب بیړه کوي چې تا ترې ویرولي، او که چېرې الله تعالی عذاب لپاره وخت نه وی ټاکلی چې نه وروسته کېږي او نه مخکې کېږي نو خامخا به ورته هغه عذاب راغلی وو کوم یې چې غوښتی، او خامخا به دوی ته ناڅاپه راشي په داسې حال کې چې دوی یې هیله نه لري.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 52 راتلونکې العنكبوت • آیت 54