Landscape MP4 Vertical MP4

سورت العنكبوت — آیت 60 (پښتو) — ویډیو

العنكبوت • آیت نمبر 60 (ټولې 69 آيتونه) • پښتو


وَكَأَيِّنْ مِنْ دَابَّةٍ لَا تَحْمِلُ رِزْقَهَا اللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ ۚ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ 60
ترجمه:
او په ځمكه ډېر خوځنده (زنده سر) دي چې خپل رزق نه پورته كوي، الله دوى ته او تاسو ته روزي دركوي او هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى العنكبوت ۲۹:۶۰
تفسیر:
ټول خوځېدونکي -سره له زیاتوالي- چې روزي نشي راټولولی او نه یې په شا بارولی شي، الله دوی ته هم روزي ورکوي او تاسو ته هم، نو تاسو د لوږې له وېرې د هجرت په پرېښودلو هېڅ عذر نلرئ، او هغه ستاسو د ویناوو اورېدونکی دی، ستاسو په کړنو او نیتونو پوهه دی، هېڅ ترې پټ ندي، او زر دی چې بدله به درکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ العنكبوت • آیت 59 راتلونکې العنكبوت • آیت 61